۰

سمنګانو ولایت کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

يکشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۲
د افغانستان د ملي امنيت لو رياست وايي، ملي امنیت ځواکونو په سمنګان ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې ژوندی نیولی دی.
سمنګانو ولایت کې د ځانمرګي برید مخه ونیول شوه
د افغانستان د ملي امنيت لو رياست وايي، ملي امنیت ځواکونو په سمنګان ولایت کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې ژوندی نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدګر د سمنګانو په مرکز ايبک ښار کې نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي، يو تن چې غوښتل يې د موټرسايکل بم په وسیله په ایبک ښار کې ځانمرګى بريد وکړي، نيول شوى دى.
د ملي امنیت خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید کوونکی لعل محمد نومېږي او پر عاشق الله مشهور دى
سرچينه ليکي چې لعل محمد د طلحه په نوم د طالبانو د يوه قوماندان په لارښونه دغه بريد تر سره کاوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین