چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه داعشیان تېره شپه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې په نښه شوي دي.
خبرپاڼه وايي، برید په داسې حال کې شوی، چې داعش وسله وال په سیمه کې د پلي تګ پرمهال وو.
داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې د بې پيلوټه الوتکې په بریدونو کې ګڼ شمېر داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورآژانس:ننګرهار