۰
ای،سي،جي:

د پنجاب جنوبي برخه د افراطي ډلو په مرکز بدله شوې

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۲
که څه پاکستان تر دې وړاندې هم د ترهګرو ډلو په ملاتړ او هغوی ته د پټنځایونو او مرکزونو په ورکړې تورن و، خو د نړیوالو کړکېچونو ډله یا ای، سي، جي په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د پاکستان د پنجاب ایالت جنوبي برخه د افراطي ډلو په یوه مرکز بدله شوې.
د پنجاب جنوبي برخه د افراطي ډلو په مرکز بدله شوې
که څه پاکستان تر دې وړاندې هم د ترهګرو ډلو په ملاتړ او هغوی ته د پټنځایونو او مرکزونو په ورکړې تورن و، خو د نړیوالو کړکېچونو ډله یا ای، سي، جي په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د پاکستان د پنجاب ایالت جنوبي برخه د افراطي ډلو په یوه مرکز بدله شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ای، سي، جي په دغه راپور کې ویلي، چې د ملي ګټو له پاره پر دغه افراطي ډلو دولتي اتکا او د خلیج هېوادونو اوږد مهاله مالي مرستو دغه جهادي ډلو ته د فعالیت ښه زمینه برابره کړې ده.
په دې راپور کې ویل شوي، چې د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان د مسلم لیګ ګوند او د پنجاب حکومت د دغې افراطي څپې د په شاه تمبولو لپاره باید د معافیت هغه فضا له منځه یوسي چې دغه ډلې ورڅخه په استفادې په ازاده توګه فعالیت کوي.
د نړیوالو کړکچینو ډله وایي، د ګوندونو سیاسي انزوا چې په حکومت کولو کې د ناکامي له امله رامنځ ته شوې او افراطي ډلې ورڅخه د نوېو غړېو د جذبولو لپاره کار اخلي باید پای ته ورسیږي.
د نړیوالو کړکېچونو ډله وایي، د قانون د واکمني نشتوالي، د سیاست کمزوري او نیمګړتیاوې او د حکومت بې کفایتي دغه راز دغو جهادي ډلو ته اجازه ورکړې چې د خپل حد او ټولنیزو ریښو په نسبت له ډېر نفوذه برخمنې شي.
د نړیوال کړکېچونو ډله پر داسې مهال دغه راپور خپور کړی، چې د امریکا دفاعي استخباراتو د ادارې پخوانی رييس جنرال مایکل فلین هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان دوه مخې پالیسي لري، هم د وسله والو ملاتړ کوي او هم په ظاهره په سیمه کې د امریکا سیاستونه تاییدوي.
فلین له الجزیرې تلوېزیون سره په یوه بحث کې زیاته کړې، چې یقیناً پاکستان دوه مخې لوبه کوي، ځکه چې د پاکستان د ملي امنیت ګټې د امریکا له هغو سره سر نه خوري.
نوموړي وايي، د امریکا متحده ایالات د ترهګرو او سختدریځه ډلو له لوري د راولاړو شویو بې ثباتیو له امله د پاکستان د سقوط په اړه اندېښنه زیاته اندېښنه لري.
خپله پخوانیو پاکستاني چارواکو هم اعتراف کړی، چې پاکستان د خپل سیاست او تېروتنو له امله د انزوا خوا ته روان دی.
د پاکستان پخواني دفاع وزیر جنرال آصف یاسین ملک د جنوبي آسیا د ثبات او امنیت په اړه په یوه درې ورځې سمینار کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ اوسنۍ فضا ته په کتو سره داسې ښکاري، چې پاکستان د خپل سیاست، تېروتنو او ځینو هېوادونو د دښمنانه سیاستونو له امله د انزوا خوا ته روان دی.
جمهورآژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین