۰

د یوه قوماندان په ګډون ۶ داعشیان وژل شوي

يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۹
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۶ داعش وسله وال وژل شوي.
د یوه قوماندان په ګډون ۶ داعشیان وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د یوه هوايي برید پر مهال د یوه قوماندان په ګډون ۶ داعش وسله وال وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال زیاتوي، چې دغه داعشیان تېره ورځ مازیګر مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ د لنګري کنډو په سیمه کې په نښه شوي.
د نوموړي په وینا داعش وسله وال په یوه سراچه موټر کې سپاره و، چې هوايي برید پرې وشو.
مشرقیوال زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د محمد نسیم په نوم د داعش د یوه قوماندان په ګډون ۶ وسله وال و وژل شول.
تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۸ ښوونځي جوړ کړي او هلته یې د روزنې مرکزونه موجود دي او ځوانان ورته جذبوي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین