۰

د ارزګان لپاره د طالبانو نومول شوي والي و وژل شو

يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
د افغان پوځ چارواکي وايي، په اروزګان کې د ګډو عملیاتو پر مهال د دغه ولایت له پاره د طالبانو نومول شوي والي او د نظامي کمېۍیون د مشر په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي.
د ارزګان لپاره د طالبانو نومول شوي والي و وژل شو
د افغان پوځ چارواکي وايي، په اروزګان کې د ګډو عملیاتو پر مهال د دغه ولایت له پاره د طالبانو نومول شوي والي او د نظامي کمېۍیون د مشر په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په سویل کې د افغان پوځ د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي زیاتوي، چې دغه عملیات د اروزګان په چورې او خاص اروزګان ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
د دوی په خبره چې په دې عملیاتو کې ۹ وسله وال وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې د اروزګان له پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي اغاجان او د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر اسدالله مشهور په شکیب هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین