۰
پاکستان:

ملا منصور ته پاسپورت ورکوونکي ونیول شول

يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۹
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د طالبانو مشر ملا منصور او د هغه کورنۍ ته پاسپورت ورکوونکي یې نیولي دي.
ملا منصور ته پاسپورت ورکوونکي ونیول شول
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د طالبانو مشر ملا منصور او د هغه کورنۍ ته پاسپورت ورکوونکي یې نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، چې ملا منصور ته د پاسپورت د ورکړې په تور دوه تنه مامورین نیول شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین وايي، نیول شوي مامورین په کوټه او کراچۍ ښار کې نیول شوي دي.
د هغه په وینا نیول شوي کسان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې یو مامور عزیز احمد او بل هغه یې هم د پاکستان د ملي ډېټابېس د ادارې مسؤول رفعت اقبال دی، چې دواړه تېره ورځ شنبې ونیول شول.
سرفراز حسین وايي، اقبال منصور، د نوموړي دوهمې ښځې او ماشومانو ته د پاکستاني پاسپورت د صادرولو په خاطر پرون په کراچۍ ښار کې ونیول شو.
ده و ویل چې اقبال د طالبانو مشر ته د پاکستاني اسنادو په برابرولو کې مرسته کړې وه.
باید وویل شي د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره اونۍ د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین په احمدوال سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین