۰
جيمز کننګهم:

امريکا نور په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نه شي زغملی

يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۰
په کابل کې د امريکا پخوانى سفير جيمز کننګهم وايي، د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل ښکاره پيغام دى چې نور د ترهګرو لپاره خوندي ځالې دوى ته د زغم وړ نه دي.
امريکا نور په پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نه شي زغملی
په کابل کې د امريکا پخوانى سفير جيمز کننګهم وايي، د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل ښکاره پيغام دى چې نور د ترهګرو لپاره خوندي ځالې دوى ته د زغم وړ نه دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کننګهم ویلي، تمه لري، چې پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد څارګرې ادارې اى اېس اى به د امريکا دا نوې تګلاره درک کړې وي.
نوموړي زیاته کړې«د ملا منصور وژنه پيلامه او ښکاره پيغام دى، امريکا نور هغه ګواښونه نه شي زغملى چې په پاکستان کې د مېشت طالبانو مشر لخوا به رامنځته کېدل او هلته يې خوندي ځاىونه لرل.»
پخواني امریکايي سفیر وايي، داسې ګنګوسې
نوموړي زیاته کړې«د ملا منصور وژنه پيلامه او ښکاره پيغام دى، امريکا نور هغه ګواښونه نه شي زغملى چې په پاکستان کې د مېشت طالبانو مشر لخوا به رامنځته کېدل او هلته يې خوندي ځاىونه لرل.»
شته چې د پاکستان استخباراتي ادارې په دغه هېواد کې د ملا منصور د اوسېدو لپاره زمينه برابره کړې وه، د همدې لپاره امريکا له بريده وروسته پاکستانيو چارواکو ته خبر ورکړ.
د کننګهم په وینا دوى به پر پاکستان فشار راوړي چې ترهګرو ته د خوندي ځالې په ورکولو له سره غور او فکر وکړي.
هغه ویلي«امريکا مهمې ستراتيژيکې موخې لري او په افغانستان کې د روانې شخړې پاى ته رسول يې يو له دغو موخو څخه دى»
ده زیاته کړې، چې دا د هغو هڅو يوه پيلامه هم ده چې دوى غواړي طالبان د سياسي هواري لپاره د سولې خبرو اترو مېز ته راکش کړي او به خبره یې چې د طالبانو لپاره يواځينۍ لاره داده چې د سولې لار خپله کړي او له ترهګرۍ لاس واخلي.
ښاغلي کننګهم وايي، د دې لپاره د طالبانو مشرانو ته په ښکاره وايي چې دوى له ترهګرۍ او پوځي لارې واک نه شي ترلاسه کولى. د امريکا پخواني سفير وويل
باید وویل شي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره اونۍ د پاکستان په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريد په ترڅ کې و وژل شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین