۰

ملي ګټو ته ژمن ژورنالستان د ولسونو په زړونو کې ځای لري

يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۰
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي، ملي کټو ته وفادار ژورنالستان چې پخپلو راپورونو کې د هېوادوالو ستونزې را څرګندې کړي د ولس په زړونو کې ځای لري.
ملي ګټو ته ژمن ژورنالستان د ولسونو په زړونو کې ځای لري
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وایي، ملي کټو ته وفادار ژورنالستان چې پخپلو راپورونو کې د هېوادوالو ستونزې را څرګندې کړي د ولس په زړونو کې ځای لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ننګرهار والي دغه څرګندونې تېره ورځ په جلال اباد کې د ليکوال او ژورنالېست زيرک فهيم په ستاېن غونډه کې وکړې.
زیرک فهیم ته څو ورځې وړاندې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په ویاړ د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د غازي محمد اکبرخان دولتي مډال ورکړل شو.
تېره ورځ په همدې مناسبت د ننګرهار حکومتي چارواکو، فرهنګيانو او ژورنالېستانو د يوې غونډې پر مهال د ولسمشر له دغه اقدام مننه وکړه.
ننګرهار والي په غونډه کې وویل،«د وياړ او خوښۍ خای دی،چې د ننګرهار يو ځوان خبريال د ښو او مسلکي راپورونو د چمتوالي په اساس د ولسمشر له لوري د مير غازي محمد اکبر خان په دولتي مډال ستاېل کېږې.»
د والي په خبره هغه ژورنالستان چې ملي ګټو ته ژمن وي، د ولسونو ترڅنګ د حکومتي چارواکو په زړونو کې ځای لري او هر مهال د دوی له لورې ستاېل شوي دي.
کندوزي زياته کړه، چې دوی د ژورنالستانو د هغو راپورونو ننګ او ملاتړ کوي، چې د ژورنالېزم اصولو او حقيقت پربنسټ ولاړ وي او دغه راز يې د هغو ژورنالستانو د ښو راپورونو يادونه وکړه، چې پر اساس يې حکومتي چارواکي نيمګړتياو ته متوجې کړي او د ولسونو درد يې حکومتي چارواکو ته رسولی.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین