۰

لوګر کې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړل

يکشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۸
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
لوګر کې چاودنې ۱۱ تنه ټپیان کړل
چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې چاودنه تېره ورځ د لوګر مرکز پل علم اړوند د شهیدانو څلور لاري ته څېرمه رامنځ ته شوې.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې چاودنه د سړک د غاړې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د والي ویاند وايي، په چاودنه کې یو ماشوم، درې مېرمنې او ۷ تنه نارینه ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې چاودنه د چا له خوا او په څه هدف شوې، او نه یې هم مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه اخیستی.
جمهورآژانس:لوګر
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین