۰

ښايي برېتانیا افغانستان ته نور سرتېري هم راولېږي

شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۲
د رپوټونو له مخې د برېتانیا دفاع وزارت ویلي ټاکل شوې چې برېتانیا یو شمېر نور سرتېري هم افغانستان ته ولېږي.
ښايي برېتانیا افغانستان ته نور سرتېري هم راولېږي
د رپوټونو له مخې د برېتانیا دفاع وزارت ویلي ټاکل شوې چې برېتانیا یو شمېر نور سرتېري هم افغانستان ته ولېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښايي برېتانیا د افغانستان امنیت حالت ته په کتو سره ۱۰۰ تازه دمه سرتېري افغانستان ته ولېږي.
ویل کېږي دغه سرتېري به د نورو برېتانوي سرتېرو تر څنګ افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.
رپوټونه وايي، افغانستان ته د دغه سرتېرو د لېږلو موضوع ښايي د برېتانیا لومړی وزیر په نېږدې راتلونکې کې اعلان کړي.
باید وویل شي، چې برېتانیا دا مهال په افغانستان کې ۴۵۰ سرتېري لري، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین