۰

د صنعت کارانو ټولنې د برېښنا بیې په لوړېدو نیوکه وکړه

شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۷
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې د برېښنا شرکت په هغه پرېکړه کلکه نیوکه وکړه، چې د دوی له پاره یې د برېښنا بيه ۲۵ سلنه نوره هم لوړه کړې.
د صنعت کارانو ټولنې د برېښنا بیې په لوړېدو نیوکه وکړه
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې د برېښنا شرکت په هغه پرېکړه کلکه نیوکه وکړه، چې د دوی له پاره یې د برېښنا بيه ۲۵ سلنه نوره هم لوړه کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې ټولنې نن په کابل د یوې غونډې پر مهال د برېښنا شرکت دغه پرېکړه ناسمه او د دوی د کار مخنیوی وباله.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولې مشر سخي پیمان په خپلو خبرو کې وویل، چې د برېښنا شرکت باید په خپله پرېکړه له سره غور وکړي، که نه راتلونکې به د هرې ستونزې مسؤولیت د دوی تر غاړې وي.
نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنا شرکت دغه پرېکړه نه یوازې چې د صنعت کارانو په توان کې نه ده، بلکې په وینا یې دا د صنعت کارانو او پانګوالو پر وړاندې د یوې بلې ستونزې راټوکول او د صنعت د غواړېدا مخنیوی دی.
د هغه په وینا، که چېرته برېښنا شرکت له خپلې دغې پرېکړې پر شاه نه شي نو ډېری پانګوال به پانګونې ته زړه ښه نه کړي او هغه پانګوال چې دا مهال یې کارونه شروع کړي، خپل کارونه بند کړي.
ښاغلي
د مشرانو جرګې مشر وايي، هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د کورني صنعت د ودې مخه ونیسي او په افغانستان کې بې روزګاري نوره هم زیاته کړي.
پیمان په دې برخه کې پر حکومت هم نیوکه وکړه، چې د دوی د ستونزو او غوښتنو په برخه کې یې همکاري نه ده کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان صنعت کاروانو څو څو ځلې له حکومت د ځمکې غوښتنه کړې، د صنعتي بانک د جوړېدو او دغه لار یو لړ نورې غوښتنې یې ترې کړې، خو حکومت په دې برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې.
په دغه غونډه کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم د برېښنا شرکت دغه پرېکړه ناسمه او د صنعت کاروانو پر وړاندې یو ظلم وباله.
خو ده یادې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ستونزې په حل کې به ورسره مرسته کوي او د ستونزې د حل له پاره به راتلونکې چهار شنبې مشرانو جرګې ته د برېښنا شرکت، د صنعت کارانو ټولنې او اړونده وزارتونو استازي ورغواړي تر څو ستونزه حل شي.
نوموړي وویل، مشرانو جرګه به هڅه وکړي، چې نه یوازې دغه ۲۵ سلنه زیاتوالی له منځه یوسې بلکې کوښښ به وکړي، چې د برېښنا بیا د صنعت کارانو پر وړاندې تر مخکنی بیې هم راټيټه کړي.
د مشرانو جرګې مشر وايي، هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د کورني صنعت د ودې مخه ونیسي او په افغانستان کې بې روزګاري نوره هم زیاته کړي.
باید وویل شي، چې برېښنا شرکت په دې وروستیو کې د افغانستان پر صنعت کارانو د برېښنا په بیه کې ۲۵ سلنه لوړوالی راوستی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین