۰

د ملي امنیت سلاکار له روسیې د جنګي الوتکو غوښتنه وکړه

شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۰
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د افغان د هوایي ځواکونو د تجهیز او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د (MI۲۴) او (MI۳۵) جنګي الوتکو غوښتنه هم وکړه.
د ملي امنیت سلاکار له روسیې د جنګي الوتکو غوښتنه وکړه
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د افغان د هوایي ځواکونو د تجهیز او ترهګرۍ د ځپلو لپاره د (MI۲۴) او (MI۳۵) جنګي الوتکو غوښتنه هم وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه غوښتنه تېره ورځ د روسیې پلازمینه مسکو کې د هغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ولادیمیر کولو کولتسیف سره د کتنې پر مهال وکړه.
د ملي امنیت شورا نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لېدنه د دواړو هېوادونو پر پوځي همکاریو، ترهګرۍ ضد جګړې او د نشه ییزو توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي اتمر د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د روسیې له لوري د لس زره میله کلاشینکوفونو مرسته د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره د روسیې د همکارۍ ښه پیل بولي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، له روسیې څخه د ملي امنیت سلاکار د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ترهګرو ډلو او ګروپونو د ځپلو په برخه کې پر یو شمېر مهمو لاسته راوړنو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې د دې مهمې مبارزې په لاره کې د روسیې په شمول د سیمې د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
نوموړي وویل، چې د سیمې د ثبات د ټینګښټ په برخه کې د روسیې ژور نقش او مثبت تاثیر مهم وباله او زیاته یې کړه، ترهګري او د مخدره توکو قاچاق دوه داسې پدیدې دي، چې د افغانستان او روسیې امنیت ته یې ګواښ مخامخ کړي.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د دې شومو پدیدو د له منځه وړلو لپاره ګډې تګلارې رامنځته شي.
د ملي امنیت سلاکار د افغانستان په شمالي پولو کې د هغو عناصرو او ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې هم د روسیې د فدراتیف جمهوریت پر همکارۍ ټینګار وکړ، چې د پولې په اوږدو کې د ترهګریزو فعالیتونو په شمول ورانکارې کړنې ترسره کوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د افغانستان- روسیې د نظامي او تخنیکي همکاریو د هوکړه لیک مسوده د افغانستان د کابینې له لوري منل شوې او ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي.
نوموړي دا هم وویل، چې افغانستان له روسیې سره د شاهنګهای د همکاریو تړون په چوکاټ کې د خپلواک بهرني سیاست د اصل پر اساس د سیمه ییزې همکارۍ او دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ژمن دی.
ښاغلي اتمر له روسیې، غوښتنه وکړه، چې د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه دې له افغانستان سره د امنیتي او اطلاعاتي همکاریو پراخوالو ته تشویق کړي.
د ده په وینا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره د شمالي ګاونډیو هېوادونو مرسته اړینه ده.
د یادولو وړ ده، چې ښاغلی اتمر به تر روسیې وروسته، سپنې روسیې او اذربایجان هېوادونو ته هم د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د پراختیا په موخه سفرونه وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین