۰

کشمیر کې د جیش محمد مشر وژل شوی

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۷
هندي پولیس وایي، په کشمیر کې د یوې نښتې پر مهال د پاکستاني وسله والو ډلې جیش محمد مشر وژل شوی دی.
کشمیر کې د جیش محمد مشر وژل شوی
هندي پولیس وایي، په کشمیر کې د یوې نښتې پر مهال د پاکستاني وسله والو ډلې جیش محمد مشر وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي پولیس چارواکي زیاتوي، چې دغه نښته وړمه ورځ د کشمیر په مرکز سرینګر کې رامنځ ته شوې.
هندي پولیسو ویلي په دغه نښته کې د پاکستان د وسله والې جیش محمد ډلې مشر صفی الله وژل شوی دی.
د سرینګر د پولیسو مشر امیت کوما ویلي، د جیش محمد له دغه قوماندان سره یو ځای د هغه یو بل ملګری هم وژل شوی دی.
باید وویل شي جیش محمد هغه وسله واله ډله ده، چې په ۲۰۰۱ کې د هند پر پارلمان او دغه راز څه موده وړاندې د هند د پټهان کوټ په هوايي اډ په بریدونو کې تورنه شوې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین