۰
افغانستان کې د ناټو قوماندان:

د سولې ټولې مخالف وسله وال به په نښه کړو

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۰
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن وايي، ټول هغه وسله والو او د هغوی مشران به چې د سولې مخالفت کوي په نښه شي.
د سولې ټولې مخالف وسله وال به په نښه کړو
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن وايي، ټول هغه وسله والو او د هغوی مشران به چې د سولې مخالفت کوي په نښه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیکولسن دغه څرګندونې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت له سرپرست وزير جنرال عبدالله حبيبي او يو شمېر نورو کورنيو او بهرنيو جنرالانو سره یو ځای کندهار ته د سفر په ترڅ په دغه ولایت کې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د سولې مخالف و، نو ځکه د امریکا له خوا په نښه شو.
د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي دوی د افغان حکومت له هغو هڅو ملاتړ کوي چې جګړه غوښتونکي وسله وال او مشران یې له مینځه وړل کیږي.
نوموړي وايي د ايتلافي ځواکونه به د افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار د ښه امنيت په برخه کې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ویل، چې که څه هم د حکومت د سولې دروازې تل د مخالفینو پر مخ خلاصې دي، خو په وینا يې ملي ځواکونه د هغو وسله والو ځپلو ته چمتو دي، چې سوله نه مني.
د دفاع وزارت سرپرست او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان کندهار ته دغه سفر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ د کورنیو چارو وزیر هم دې ولایت ته تللی و.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین