۰

طالبانو مولوي هیبت الله د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۵
وسله وال طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، د دوی مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی او مولوي هیبت الله د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
طالبانو مولوي هیبت الله د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی
وسله وال طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، د دوی مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی او مولوي هیبت الله د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قاري یوسف احمدي په دغه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته د طالبانو شورا په اتفاق سره مولوي هیبت الله اخندزاده د خپل نوي مشر په توګه ټاکلي او د امیر په حیث ورسره بیعت شوی دی.
طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي« څرنګه چې د امام یا امیر له شهادت یا وفات وروسته د مؤمنانو لپاره د نوي مشر نصبول د مسلمانانو په غاړه لازمي فریضه ده، د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری چې د ګڼ شمېر علماء کرامو، د تفسیر او احادیثو د استادانو، متدینو سیاست پوهانو او جهادي تجربې د خاوندانو معتبره شوری ده د یوه مجلس په دائرولو سره چې د اهل الحل و العقد له شرعي اعتبار څخه برخمن و، وروسته له ژور فکر، تدبير او هر اړخیز دیني او جهادي مصلحت سنجولو یي شیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده د اسلامي امارت د نوي زعیم په حیث د شوری د ټولو اعضاء په اتفاق تعین او د شرعي امیر په حیث یي ورسره بیعت وکړ، همدرارنګه ملا سراج الدین حقاني او د ملامحمدعمرمجاهد زوی مولوي محمد یعقوب یې د مرستیالانو په حیث تعین شول»
په خبرپاڼه کې د ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو په اړه لیکل شوي«د افغانستان اسلامي امارت په الهي قضاء د رضا او محکم ایمان له روحیې سره اعلانوي چې د افغانسان داسلامي امارت زعیم ملا أختر محمد منصور د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۴ مه نیټه د شنبې په ور ځ چې د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نیټي سره سمون خوري د کندهار دریګستان او د بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو.»
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین