۰
فرانس پرس:

سراج الدین حقاني او ملا یعقوب د طالبانو له مشرۍ انکار کړی

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۵
فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو د رهبرۍ له پاره دوه مهم نوماندانو سراج الدین حقاني او د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو له رهبرۍ تېر شوي دي.
سراج الدین حقاني او ملا یعقوب د طالبانو له مشرۍ انکار کړی

فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو د رهبرۍ له پاره دوه مهم نوماندانو سراج الدین حقاني او د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو له رهبرۍ تېر شوي
د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ فرانس پریس خبری اژانس ته ویلي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د مشرۍ له منلو انکار کړی او ویلي یې دي چې عمر یې لا ډېر کم دی.
دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې فرانس پرس ویلي، چې د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته وروسته طالبان د نوي مشر د ټاکلو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي.
د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ فرانس پریس خبری اژانس ته ویلي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د مشرۍ له منلو انکار کړی او ویلي یې دي چې عمر یې لا ډېر کم دی.
فرانس پریس وايي، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د طالبانو یوه مشر همداراز ورته ویلي، چې د منصور مرستیال، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم د طالبانو د تحریک له مشرۍ تېر شوی دی.
سرچینې دغه آژانس ته زیاته
فرانس پریس وايي، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د طالبانو یوه مشر همداراز ورته ویلي، چې د منصور مرستیال، د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم د طالبانو د تحریک له مشرۍ تېر شوی دی.
کړې:«د منصور مرستیال او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ویلي چې په شخصي دلایلو د تحریک مشري نه شي منلی.»
په ورته وخت پاکستاني ژورنالیست رحیم الله یوسفزي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، که طالبان غواړي چې په خپل تحریک کې یووالی راوړي، یوازې یعقوب ټولې ډلې سره رایوځای کولی شي او ټول یې د مشر په توګه منلی شي.
یوه بل طالب مشر، د نوم د نه ښودلو په شرط دغه آژانس ته زیاته کړې، چې اوس اصلي مسله دا ده چې د طالبانو تحریک له نور انشعابه وژغورل شي، خو په وینا یې ممکن د نوي مشر پر غوراوي زیات وخت تېر شي.
دغه راز ویل کېږي، چې د طالبانو
یوه بل طالب مشر، د نوم د نه ښودلو په شرط دغه آژانس ته زیاته کړې، چې اوس اصلي مسله دا ده چې د طالبانو تحریک له نور انشعابه وژغورل شي، خو په وینا یې ممکن د نوي مشر پر غوراوي زیات وخت تېر شي.
د خوښې نورو نوماندان ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالقیوم ذاکر او مولوی هیبت الله دي.
باید وویل شي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د روانې اوونۍ په لومړی ورځ د پاکستان د بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو.
که څه هم د امریکا ولسمشر بارک اوباما، ځينو طالب مشرانو او افغان حکومت د ملا منصور د وژل کېدو پخلی کړی، خو طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی تر اوسه د ملا منصور وژل کېدل نه شي تاييدولی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین