۰

حکمتیار له طالبانو غوښتي چې دحزب سره له جګړې لاس واخلي

چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۷
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې د ده په مشرۍ له اسلامي حزب سره دې له جګړې او مخالفت لاس واخلي.
حکمتیار له طالبانو غوښتي چې دحزب سره له جګړې لاس واخلي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر وسله والو طالبانو غږ کړي، چې د ده په مشرۍ له اسلامي حزب سره دې له جګړې او مخالفت لاس واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار په یوه لیکلي پیغام کې طالبان بللي، چې د ګډو اهدافو د ترلاسه کولو له پاره ورسره ګډه تګلاره غوره کړي.
نوموړي په دغه پیغام کې چې رسنیو ته یې لېږلی دی، د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو له امله د هغه کورنۍ او پلویانو ته خواخوږي ښودلې ده.
ښاغلي حکمتیار په دې پیغام کې لیکلي طالبانو ته مي يو ځل بيا او په دې خاص پړاو كي وړانديز او مشوره دا ده چي راشۍ د هېواد د روان بحران د حل لپاره ګډ دريځ او ګډہ تگلاره غوره كړو، هم د سولي په ارتباط، هم د مقاومت او جهاد په ارتباط او هم د هېواد د راتلونكي په ارتباط.»
حکمتیار پر داسې مهال له طالبانو دغه غوښتنه کړې، چې تر دې وړاندې څو څو ځلې د اسلامي حزب او د وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې رامنځ ته شوې دي.
طالبانو تر اوسه د حکمتیار د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین