۰

خوست کې شپږو تنو سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۸
امنیتي چاروکي وايي، په خوست ولایت کې د سړک د غاړې به بمي چاودنه کې د امنیتي پوستو د کشف د امر په ګډون ۶ تنه سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
خوست کې شپږو تنو سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله
امنیتي چاروکي وايي، په خوست ولایت کې د سړک د غاړې به بمي چاودنه کې د امنیتي پوستو د کشف د امر په ګډون ۶ تنه سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د خوست ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
امنیتي چارواکي وايي، سرحدي پولیسو خپلو امنیتي پوستو ته اکمالات کولو چې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې.
د دوی په خبره په دغه چاودنه کې د یادې ولسوالۍ د ببرک تاڼې د سرحدي سیمې د امنیتي پوستو د کشف امر وژل شوی او پنځه نور سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د خوست د ملکي روغتون چارواکي وايي، ټپیان دوی ته وروړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کندهار د شاولي کوټ او دامان ولسوالیو تر منځ غځېدلې لار کې د ولسي وګړو پر فلانکوچ موټر د سړک د غاړې ماین چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین