۰

ناټو وايي د ملا منصور وژنه د سولې له پاره یو فرصت دی

سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۴
د ناټو سر منشي جمیز سټولټنبرګ وايي، د وسله والو طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل په افغانستان کې د سولې له پاره یو فرصت دی.
ناټو وايي د ملا منصور وژنه د سولې له پاره یو فرصت دی
د ناټو سر منشي جمیز سټولټنبرګ وايي، د وسله والو طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل په افغانستان کې د سولې له پاره یو فرصت دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د قوماندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې سټولټنبرګ ویلي، د ملا منصور له وژنې وروسته اوس د دې زمینه برابره شوه، چې افغانان په خپلو کې وسره کېني او د سولې خبرې پیل کړي.
نوموړي هم د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په شان په دغه بیان کې ویلي، چې ملا اختر محمد منصور په افغانستان کې سوله نه غوښته او د سولې ټول اړخونه یې بند کړي وو.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې، چې د ملا منصور په مشرۍ طالبانو هره ورځ امریکايي او د ناټو سرتېري په نښه کول او دغه راز یې افغانان وژلي او خونړي بریدونه یې په افغانستان کې ترسره کول.
د ناټو سرمنشي یو وار بیا د پرېکنده ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو تجهیز، تمویل او روزنې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ناټو دغه کار ته ژمنه ده.
د ناټو سر منشي پر داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر اوباما د طالب مشر ملا منصور د وژل کېدو پخلی وکړ او ویې ویل، چې ملا منصور په افغانستان کې د وسلې مخالف و او هره ورځ یې پر بهرنیو سرتېرو، افغان ځواکونو او بې ګناه افغانانو بریدونه کول، نو ځکه و وژل شو.
جمهورآژانس:کل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین