۰

کندهار کې ماین چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي

سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۰
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ماین چاودنې څلور ولسي وګړي وژلي
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ سهار شاوخوا ۷ بجې د کندهار ولایت د شاولي کوټ او دامان ولسوالیو تر منځ په غځېدلې لار رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چاودنه د ولسي وګړو پر پلانکوچ موټر شوې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ښايي د وژل شویو کسانو شمېره تر دې هم لوړه شي.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کندهار
.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین