۰

د چابهار بندر تړون لاسلیک شو

سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۱
د افغانستان، هند او ایران تر منځ د چابهار ترانزیټي او ترانسپورتي بندر د پراختیا تړون د درې واړه هېوادنو د مشرانو تر منځ لاسلیک شو.
د چابهار بندر تړون لاسلیک شو
د افغانستان، هند او ایران تر منځ د چابهار ترانزیټي او ترانسپورتي بندر د پراختیا تړون د درې واړه هېوادنو د مشرانو تر منځ لاسلیک شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه تړون د لاسلیک له پاره ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وړمه شپه تهران ته ورسېدل او تېره ورځ یې دغه تړون لاسلیک کړ.
ښاغلي غني له خپل ایران سیال ښاغلي حسن روحاني او د هند له لومړي وزیر ښاغلي مودي سره په ګډه ناسته کې هیله وښوده، چې چابهاربندر به ډېر ژر په یوه کډه اقتصادي لاره تبدیل شي او سیمې په پرمختګ کې به مرسته وکړي.
افغان ولسمشروویل«امیدواره یم سل کاله وروسته به تاریخ لیکوونکي دغه پیل د سیمې د همکارۍ او پرختیا ګټور ټکی وبولي او له هغه به هرکلی وکړي.»
افغان ولسمشر پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي د پېغور په شکل وویل، چې د سیمې ځینې هېوادونه ترهګري صادروي خو موږ درې هېواد(افغانستان، هند، ایران) امید او همکاري.
په ورته وخت کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل، چې د دې تړون په لاسلیک سره به موږ په سیمه کې د تاریخ د بدلېدو شاهدان و اوسو.
باید وویل شي، چې د چابهار بندر د افغان سوداګرو له پاره هم د خوښي یو لوی زېری دی او وايي وروسته له دې به په کم لګښت او لنډه لاره صادرات او واردات کوي.
افغان سوداګر له دې امله هم د دغه بندر پرانستې ته خوښ دي، چې په خبره یې په دې سره به له هغه ستونزو وژغورل شي، چې د پاکستان د کراچۍ په بندر کې ورسره لاس او ګرېوان دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین