۰

یوه زوم د خپلې خسرګنۍ څلور غړي وژلي

سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۹
د سیمې اوسېدونکې وايي، په پلازمېنه کابل کې د یوې کورنۍ څلور غړي د خپل زوم له خوا په ډزو سره وژل شوي دي.
یوه زوم د خپلې خسرګنۍ څلور غړي وژلي
د سیمې اوسېدونکې وايي، په پلازمېنه کابل کې د یوې کورنۍ څلور غړي د خپل زوم له خوا په ډزو سره وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ سهار د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې د لسم بلاک په اتمه کوڅه کې رامنځ ته شوې.
د یادې سیمې اوسېدونکي وايي یوه زوم د خپل خسر په کور کې خپله مېرمن، خسر، خواښې او اوښی د کلاشنکوف په ډزو وژلي او وروسته تښتېدلی دی.
د کابل پولیسو هم د دغه پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې عاملین نیول شوي او څېړنې روانې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین