۰

اروزګان کې ۱۱ پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي

دوشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۲
سیمه ییز پولیس چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د یوې امنیتي پوستې ۱۱ تنه ملي پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي.
اروزګان کې ۱۱ پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي
سیمه ییز پولیس چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د یوې امنیتي پوستې ۱۱ تنه ملي پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د اروزګان ولایت د چارچینو ولسوالۍ په ساخر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د چهارچینو ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو قوماندان محمد هاشم حقمل رسنیو ته ویلي، چې په ساخر سیمه کې د یوې امنیتي پوستې ۱۱ تنه پولیس له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغه پوستې د پولیسو مشري د فضل احمد په نوم یوه پولیس کوله، چې هغه هم له وسلو سره یو ځای طالبانو ته په ورغلو کسانو کې شامل دی.
ده دا هم وویل، چې د چهارچینو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ یو متمد هم د قومندانۍ د پولیسو ټول اسناد له ځانه سره وړي او وسله والو طالبانو ته تللی دی.
تر اوسه کورنیو چارو وزارت، د اروزګان ولایتي چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په همدې سیمه کې ۶ تنه پولیس د خپلو دریو ملګرو له خوا څخه و وژل شول او برید کوونکي وسله والو طالبانو ته ورغلل.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین