۰

دفاع وزارت د ۵۳ وسله والو او ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ

دوشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۰
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۰ افغان سرتېرو په ګډون ۸۳ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت د ۵۳ وسله والو او ۱۰ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۰ افغان سرتېرو په ګډون ۸۳ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات تر سره کړل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ۵۳ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۲۰ تنه یې ټپیان شوي او درې تنه ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې د افغان پوځ ۱۰ سرتېري هم وژل شوي دي، خو د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین