۰

اوباما وایي، ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی

دوشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۸
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وايي، د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
اوباما وایي، ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وايي، د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې که څه هم تېره ورځ د امریکا دفاع وزارت پر ملا منصور د برید خبر ورکړی و، خو د هغه د وژل کېدو په اړه یې ویلي و، چې پلټنې کوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د دې خبرې پخلی وکړ، چې د طالبانو مشر ملا منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د افغانستان او پاکستان د پولې تر منځ وژل شوی دی.
باید وویل شي، چې ملا اختر محمد منصور دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو.
ځینې رپوټونه وايي، ملا منصور ایران ته تللی و، او کله چې بېرته له هغې خوا کوټې ته تله په یاده سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین