۰
رویټرز آژانس:

طالبان د منصور د ځاي ناستي په هڅه کې دي

دوشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۲
رویټرز خبري آژانس د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دغه ډله د ملا اختر محمد منصور د ځای ناستي په هڅه کې دي.
طالبان د منصور د ځاي ناستي په هڅه کې دي
رویټرز خبري آژانس د طالب سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې دغه ډله د ملا اختر محمد منصور د ځای ناستي په هڅه کې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په راپور کې راغلي، چې د طالبانو رهبري شورا تېره ورځ په همدې اړه یوه غونډه درلوده، چې نن به هم جریان ولري.
دغه آژانس زیاته کړې، چې د طالبانو رهبري شورا ښايي له سراج الدین حقاني چې د ملا منصور مرستیال او د حقاني شبکې مشر دی، ملا محمد یعقوب، د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر زوی، ملا عبدالقیوم ذاکر او یا هم ملا شرین څخه یو تن د خپل مشر په توګه وټاکي.
سرچنې ویلي، د طالبانو رهبري شورا نن هم په همدې اړه ښايي غونډې ته ادامه ورکړي، خو په وینا یې د طالبانو د مشر ټاکل شاید څو ورځې یا اوونۍ وخت ونیسي.
که څه هم د امریکا دفاع وزارت تېره ورځ ویلي و، چې په دې اړه څېړنې کوي، خو د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن وویل، چې ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین