۰
جنرال جاهد:

افغان ځواکونه به دښمن ته اجازه ورنکړي، چې خپلو موخو ته ورسېږي

دوشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۴
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ډګر جنرال تاج محمد جاهد د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې او وايي، افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې وسله وال مخالفین سخت ځپلي.
افغان ځواکونه به دښمن ته اجازه ورنکړي، چې خپلو موخو ته ورسېږي
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ډګر جنرال تاج محمد جاهد د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې او وايي، افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې وسله وال مخالفین سخت ځپلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی جاهد چې د کورنیو چارو وزارت د یوه پلاوي په مشرۍ لوی کندهار ته په سفر تللی دغه څرګندونې تېره ورځ په هلمند ولایت کې وکړې.
نوموړي د خبرو پر مهال وویل، چې افغان ځواکونو د جګړې په ډګر کې ښې لاس ته راوړنې درلود، او په قوي مورال سره د دښمن پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي ولس ته ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه به خپل قوي مورا او افغاني غیرت سره د هېواد دښمنان پرېنږدي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د کورنیو چارو وزیر ډګرجنرال تاج محمد جاهد غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې د سفر موخه یې د امنیتي وضعیت ارزونه ، د پولیسو د ستونزو اوریدل او د امنیتي حالت په اړه د خلکو د نظرونو راټول وو.
ښاغلي جاهد هلمندیانو ته دا ډاډ هم ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به وسله والو مخالفینو ته په هلمند کې خامخا ماتې ورکوي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین