۰
جان کېري:

په ملا منصور ځکه برید وشو، چې د سولې مخالف و

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور ځکه برید وشو، چې هغه د سولې مخالف و.
په ملا منصور ځکه برید وشو، چې د سولې مخالف و
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، د طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور ځکه برید وشو، چې هغه د سولې مخالف و.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کېري دغه څرګندونې نن د برما یا میانمر په پلازمېنه کتمندو کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال وکړې.
نوموړي د ملا منصور د وژل کېدو په اړه وویل« که څوک د سولې مخه نیسي او د خلکو وژلو او ګواښلو ته دوام ورکوي، موږ له دې پرته چې ځواب ورکړو، بله لار نه لرو.»
جان کېري وايي، امریکا له ډېره
نوموړي د ملا منصور د وژل کېدو په اړه وویل« که څوک د سولې مخه نیسي او د خلکو وژلو او ګواښلو ته دوام ورکوي، موږ له دې پرته چې ځواب ورکړو، بله لار نه لرو.»
ورخته د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي، څو دغه هېواد ته سوله راشي، خو ملا منصور یې مخالف و.
د دې تر څنګ جان کېري ویلي، چې ملا اختر محمد منصور د امریکايي پرسونلو، افغان ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو لپاره خطرناک و.
که څه امریکا پر ملا منصور د برید پخلی کړی خو د وژل کېدو په اړه یې ویلي، چې دوی څېړنې کوي، ولې ځینې امریکايي چارواکو ویلي، چې په دغه برید کې ملا منصور وژل شوی.
د طالبانو یوه لوړ پوړي قوماندان ملا عبدالروف هم د ملا منصور د وژل کېدو پخلی کړی دی.
افغان چارواکو هم د ملا منصور د وژل کېدو پخلی کړی، خو ځینې رسنۍ وايي، په دغه برید کې ملا منصور نه دی وژل شوی، بلکې د یوه ټکسي موټر چلوونکی او یو بل کس وژل شوي دي.
باید وویل شي، چې پر ملا منصور د پاکستان د بلوچستان د نوشکي په مل ګچکي سیمه برید شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین