۰

دفاع وزارت د ۶۳ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۵
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د پنځو قوماندانو په ګډون تر ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت د ۶۳ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړ
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د پنځو قوماندانو په ګډون تر ۱۰۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیاتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا تر سره شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې عملیاتو پر مهال د پنځو قوماندانو په ګډون ۶۳ وسله وال وژل شوي او ۴۱ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
دغه راز دفاع وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې په دې عملیاتو کې د افغان پوځ ۶ سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین