۰

افغان کمانډو ځواکونو ۲۳ تنه د طالبانو له زندانه راخوشي کړل

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۶
په سویل کې د افغان پوځ چارواکي افغان کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو بل زندان مات او ۲۳ تنه بندیان یې ترې راخوشي کړل.
افغان کمانډو ځواکونو ۲۳ تنه د طالبانو له زندانه راخوشي کړل
په سویل کې د افغان پوځ چارواکي افغان کمانډو ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو بل زندان مات او ۲۳ تنه بندیان یې ترې راخوشي کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په سویل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو وايي، دغه عملیات تېره شپه د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې تر سره شوي دي.
د ٢١٥ ميوند قول اردو د لومړى لواء قومندان جنرال نورعلم حليم وايي، کماڼدو ځواکونو په سيستاني سيمه کې د طالبانو پر یوه زندان عمليات وکړل او پر مهال يې ۲۳ تنه زندانیان راخوشي کړل، چې ټول ولسي وګړي دي.
په ورته وخت کې ښاغلی حلیم زیاتوي، چې د خنجر ٠١٣ په پیل شویو عملیاتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ وسله وال هم وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.
نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې دوه افغان پوځیان او درې تنه پولیس هم ټپیان شوي دي، خو په وینا یې عملیات ښه پر مخ روان دي، او ډېر ژر به ګڼې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شي.
طالبانو د زندان د ماتېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي په سیمه کې یې افغان ځواکونو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
باید وویل شي چې افغان ځانګړو ځواکونو وړاندې هم په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات او لسګونه زندانیان یې ترې راخوشي کړي وو.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین