۰

ننګرهار کې دوه تنه په اعدام محکوم شول

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۲
د ننګرهار استناف اړوند ښاري محکمې د داخلي او خارجي امنيت دېوان د انسان تښتونې او قتل په قضيه کې دوه تنه دعلني جلسې په ترڅ کې داعدام په سزا محکوم کړل.
ننګرهار کې دوه تنه په اعدام محکوم شول
د ننګرهار استناف اړوند ښاري محکمې د داخلي او خارجي امنيت دېوان د انسان تښتونې او قتل په قضيه کې دوه تنه دعلني جلسې په ترڅ کې داعدام په سزا محکوم کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ښاري محکمه وايي، دغه دوه تنه د قانون د (۶) مادې پربنسټ او د جزا د قانون د (۳۹۵) مادې په نظر کې نيولو سره داعدام په سزا محکوم شول.
د يادې محکمې قضايي پلاوی وايي، د تورنو کسانو په وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده او کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي.
باید و ویل شي، چې د محکمې په جریان کې موظف څارنوال د تورنو کسانو په وړاندې چمتو شوې صورت دعوه واوروله او د تورنو کسانو مدافع وکيلانو د خپلو موکلينو دفاعيه کوله او خپل موکلين يې بې ګناه ښودل.
په ننګرهار کې دغه دوه تنه داسې مهال د اعدام پر سزا محکومېږي، چې دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې شپږ تنه ترهګر د بېلا بېلو جرمونو په تړاو اعدام شول.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین