۰

پاکستان د انګور اډې پوځي تاسیسات افغانستان ته سپارلي

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۷
د پاکستان پوځ وايي، په انګور اډه کې ټول جوړشوي پوځي تاسیسات یې د اړیکو د لا ښه کېدا په موخه افغان لوري ته سپارلي دي.
پاکستان د انګور اډې پوځي تاسیسات افغانستان ته سپارلي
د پاکستان پوځ وايي، په انګور اډه کې ټول جوړشوي پوځي تاسیسات یې د اړیکو د لا ښه کېدا په موخه افغان لوري ته سپارلي دي.
دا پوځي تاسیسات د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوندې سیمې کې جوړ شوي وو، تېره ورځ افغان لوري ته سپارل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې سره به خلکو ته د تګ راتګ زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه کار به د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو کې د سولې او ثبات له پاره مهم رول ولوبوي.
دغه راز په خبره کې راغلي، چې له دې وروسته به د سرحد اړوند هره ستونزه په سلا مشورې حل کېږي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه موضوع یې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ له مشر راحیل شریف سره مطرح او هغه ژمنه کړې وه، چې په انګور اډه کې د پاکستان له خوا جوړ شوي پوځي تاسیسات به افغان لوري ته سپاري.
نوموړي لیکلي«ټول هغه پاخه تاسیسات چې په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی پاکستان په تېرو څو کلونو کی زموږ په خاوره کې دننه جوړ کړي او د دوی پوځیان پکی میشت دي امانت سلامت زموږ ملي امنیتي قواو ته وسپاري او د یادې ساحې څخه به پاکستاني پوځونه په بشپړه توګه په څټ شي.»
ښاغلي زاخېلوال هم ویلي، چې پاکستان دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کولو په موخه کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین