۰

ناروې له افغانستان سره ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګ برنډ وايي، هېواد به یې له افغانستان سره په بشري برخو کې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړي.
ناروې له افغانستان سره ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کوي
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګ برنډوايي، هېواد به یې له افغانستان سره په بشري برخو کې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی برنډ پرون شنبې افغانستان ته راغلی و او کابل کې یې د یوې خبري غونډې پر مهال دغه خبرې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان نازکو حالاتو ته په کتو ناروې پرېکړه کړې، چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له افغانستان سره ۲۰ میلیونه دالر مرسته وکړي.
دی زیاتوي، چې روغتيايي، پوهنیز ستونزې او د افغان ځوانانو بې روزګاري هغه مکلات دي، چې دا مهال ۸ میلیونه افغانان یې عاجلو مرستو ته اړ کړي.
ښاغلي برنډ وویل، چې ناروې به دغه پيسې په افغانستان کې د پوهنې، پاکو او اوبو او خوړو، صحي برخو او د کډوالو او بې ځایو شویو په چارو و لګول شي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان حالات نازک وبلل او له ټولو ښکېلو غاړو یې وغوښتلو چې بشري مرستو ته د خلکو د لاس رسي مخنیوی و نه کړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګ برانډ همدارنګه د افغانستان په حکومت کې د فساد یادونه کوي خو په وینا یې دا باید د نړیوالو مرستو د بندیدو په معنی نه وي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین