۰

ننګرهار کې د موټرو څلور تنه غلاکوونکي ونیول شول

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۱
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې یې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې، چې د خلکو موټر به یې غلا کول.
ننګرهار کې د موټرو څلور تنه غلاکوونکي ونیول شول
امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې یې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې، چې د خلکو موټر به یې غلا کول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیه قومانداني زیاتوي، چې نیول شویو غلو د ښارپه بېلا بېلو سیمو کې له خلکو موټر غلا کول.
د ننګرهار د امنیه قوماندانې د امنیت امر سیدعباس سادات وايي، دغه کسانو يې د دوه غلا شو موټرو او د يو شمیر موټرونو د نمبرپلیټونو او پرزو سره د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې نیولي دي.
نوموړي زیاتوي، چې نیولو شویو غلو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې تر دې دمه یې نېږدې ۱۲ موټر غلا کړي دي.
پولیسو هغه موټر هم خپلو مالکینو ته سپارلي، چې د نیولو شویو غلو له خوا غلا شوي وو.
په ننګرهار کې د موټرو غلا کوونکي پر داسې مهال نیول کېږي، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د سړي تښتوونکو یوه ډله هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې وه.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین