۰

د پاکستان له مرکزي زندان ۲۷ افغان زندانیان ازاد شول

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۶
د افغانستان د سفارت چارواکي وايي، د دوی په هڅو د پاکستان له مرکزي زندان نه ۲۷ تنه نور افغان زندانیان هم خوشي شول.
د پاکستان له مرکزي زندان ۲۷ افغان زندانیان ازاد شول
د افغانستان د سفارت چارواکي وايي، د دوی په هڅو د پاکستان له مرکزي زندان نه ۲۷ تنه نور افغان زندانیان هم خوشي شول.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د افغانستان د سفارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه زندانیان تېره اوونۍ خوشي شوي دي.
سرچینه زیاتوي، ۲۲ تنه افغانان چې د پاکستان په مرکزي زندان ایډیاله کې بندیان و، د سفارت په هڅو له بند څه خلاص شول.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د افغانستان د سفارت په هلو ځلو ۲۲ تنه افغان بندیان له یاد زندان څخه خوشي کړای شوي وو.
خبرپاڼه کې راغلي، ډېرى افغانان د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي او تر دريو کلونو پورې ورته د بند سزا ورکړل شوې وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین