۰

د طالبانو مشر ملا منصور د امریکا په برید کې وژل شوی

يکشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۶
د امریکا دفاع وزارت وايي د ولسمشر بارک اوباما په اجازه یې د وسله والو طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په خاوره کې هوايي برید کړی.
د طالبانو مشر ملا  منصور د امریکا په برید کې وژل شوی
د امریکا دفاع وزارت وايي د ولسمشر بارک اوباما په اجازه یې د وسله والو طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په خاوره کې هوايي برید کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پینتاګون مطبوعاتي رييس پیټر کوک وویل چې دا برید تېره ورځ شنبې
دغه چارواکي د عملیاتو د جزیاتو په اړه یې اجازه نه درلوده، زیاته کړې، چې برید د احمدوال ښارګي په جنوب لوېدیځ کې هغه مهال شوی، چې ملا اختر محمد منصور او یو بل تن په موټر کې سپاره و، او ښايي وژل شوي وي.
د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په خاوره کې شوی دی.
که څه هم د پنټاګونو مطبوعاتي مشر وايي، د دې برید د پایلو په اړه پلټنې کوي، خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، په دغه برید کې ملا اختر محمد منصور احتمالآ وژل شوی دی.
دغه چارواکي د عملیاتو د جزیاتو په اړه یې اجازه نه درلوده، زیاته کړې، چې برید د احمدوال ښارګي په جنوب لوېدیځ کې هغه مهال شوی، چې ملا اختر محمد منصور او یو بل تن په موټر کې سپاره و، او ښايي وژل شوي وي.
یاد امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې دغه برید د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په اجازه د بې پيلوټه الوتکې له خوا شوي دي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې پر ملا منصور
د امریکا د استازو جرګې د استخباراتي کمېټې مشر او د دیموکرات ګوند غړي ادم شیف، ویلي، چې د منصور وژنه به طالبانو ته یو لوی ګوزار وي، خو د دې لپاره به کافي نه وي چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې خپلې هلې ځلې ودروي.
د برید په اړه امریکا، د افغانستان او پاکستان حکمتونو ته خبر ورکړی وو.
د امریکا د کانګرېس غړیو پر ملا اختر محمد منصور برید ستایلی دی.
د امریکا د استازو جرګې د استخباراتي کمېټې مشر او د دیموکرات ګوند غړي ادم شیف، ویلي، چې د منصور وژنه به طالبانو ته یو لوی ګوزار وي، خو د دې لپاره به کافي نه وي چې د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې خپلې هلې ځلې ودروي.
دغه راز د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې ريیس جان مکین ویلي، په دې خوښ دی چې منصور له منځه تللی خو په وینا یې د طالبانو خلاف د نړیوال ايتلاف حملې باید زیاتې شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د افغانستان او پاکستان حکتونو تر دې دمه په دې اړه څه ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین