۰

بګرام کې د بهرینو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۹
چارواکي وایي، په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو هغوی ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بګرام کې د بهرینو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید وشو
چارواکي وایي، په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو هغوی ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه برید نن سهار د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د کلای نصرو په سیمه کې شوی.
د پروان امنیه قومانداني وايي، د بهرنیو ځواکونو کاروان له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې ځانمرګی برید پرې شوی.
امنیه قومانداني تر اوسه یوازې د بریدګر د منځه تلو پخلی کړی دی.
په ورته وخت کې د بګرام ولسوال عبدالکشور قدوسي وايي، په دغه برید کې یوازې ځانمرګی وژل شوی او بهرنیو ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
د هغه په وینا په کرولا موټر کې سپاره ځانمرګي برید کوونکي هغه مهال د بهرنیو ځواکونو پر کاروان برید کړی، چې سیمه له ګڼې ګوڼې خالي وه.
وسله والو طالبانو د برید مسؤولیت منلی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر اوسه بهرنیو ځواکونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:پروان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین