۰

د عدلي او نظامي مسؤولانو په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوي

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۲
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د عدلي او نظامي مسؤولانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي.
د عدلي او نظامي مسؤولانو په ګډون ۲۵ وسله وال وژل شوي
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د طالبانو د عدلي او نظامي مسؤولانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنجر تر نامه لاندې دغه عملیات د هلمند په مارجې ګرشک ولسوالیو کې تېره ورځ تر شوي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس یاد عملیات چې د افغان پوځ د ۲۱۵ میوند قول اردو له خوا په لار اچول شوي، پر مهال یې په مارجې ولسوالۍ کې ۲۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې د مارجې له پاره د طالبانو نظامي مسؤول مولوي حمید او دغه راز د طالبانو د عدلي او قضايي چارو مسؤول حاجي رحمت الله هم شامل دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې هم د یادو عملیاتو پر مهال درې تنه وسله وال وژل شوي، چې د مهاجر په نوم د طالبانو یو قوماندان هم په کې شامل دی.
دغه راز سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې درې تنه وسله وال په مارجې او دوه تنه نور هم په ګرشک ولسوالۍ کې ټپیان شوي دي.
خبرپانه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین