۰

اروزګان کې د یوه نفوذي کس له خوا ۶ پولیس وژل شوي

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۶
سیمه ییز چارواکي وايي په اروزګان ولایت کې د نفوذي کسانو له خوا د یوې امنیتي پوستې شپږ تنه پولیس وژل شوي دي.
اروزګان کې د یوه نفوذي کس له خوا ۶ پولیس وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي په اروزګان ولایت کې د نفوذي کسانو له خوا د یوې امنیتي پوستې شپږ تنه پولیس وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېر مازیګر څلور بجې د اروزګان ولایت په چارچینو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د چهارچینو ولسوالۍ د سیمه ییزه پولیسو قوماندان محمد هاشم حقمل رسنیو ته ویلي، چې د یادې ولسوالۍ په ساخر سیمه کې په یوه امنیتي پوستنه کې درې تنه نفوذي پولیسو د خپلې پوستې شپږ تنه پولیس ملګري وژلي او وروسته تښتېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پوسته کې ټول ۹ تنه پولیسو و، چې دریو تنو پر دې نورو شپږو تنو ډزې کړې، چې پنځه تنه یې ځای پر ځای وژلي او یو بل تن چې ټپي و، وروسته یې ساه ورکړې.
حقمل وايي، برید کوونکي پولیس له وسلو او مهماتو سره یو ځای د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې درې ورځې وړاندې هم په دهراود ولسوالۍ کې په یوه ورته پېښه کې درې تنه پولیس وژل شوي وو.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین