۰

سپینې ماڼې ته نېږدې یو شکمن برید کوونکی ویشتل شوی

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۲
رپوټونه وايي د امریکا ولسمشر ماڼۍ ته نېږدې یو شکمن برید کوونکی د سپینې ماڼې د ساتونکو له خوا په دزو ویشتل شوی او ټپي شوی دی.
سپینې ماڼې ته نېږدې یو شکمن برید کوونکی ویشتل شوی
رپوټونه وايي د امریکا ولسمشر ماڼۍ ته نېږدې یو شکمن برید کوونکی د سپینې ماڼې د ساتونکو له خوا په دزو ویشتل شوی او ټپي شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ پر ځايي وخت ماسپښین مهال شاوخوا ۲ بجې رامنځ ته شوې ده.
اسوشیتید پریس خبری اژانس ویلي، د یوه ناپيژند کس له خوا په سیمه کې ډزې شوې دي او د سپینې ماڼې د ګاردانو له خوا په ځوابي ډزو ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې سي این این تلویزیون وايي، امنیتي ځواکونو یو شکمن کس، چې وسله یې په لاس کې وه، سپینې ماڼۍ ته څېرمه ویشتی، چې په نس کې لګېدلی او په ټپي حالت نیول شوی دی.
اسوشیتید پریس خبری اژانس دا هم زیاته کړې، چې د پېښې پر مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې نه وه، خو د هغه مرستیال جو بایډن همدلته و، چې له پېښې سره سم خوندي ځای ته لېږدول شوی دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین