۰

د افغان حکومت اجرائیه رییس به ترکیې ته ولاړ شي

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۹
ټاکل شوې د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکیې هېواد ته په دوه ورځي سفر ولاړ شي.
د افغان حکومت اجرائیه رییس به ترکیې ته ولاړ شي
ټاکل شوې د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکیې هېواد ته په دوه ورځي سفر ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، استانبول ته د ښاغلي عبدالله او وروسره پلاوي د سفر موخه د استانبول په نړیواله بشردوستانه سرمشریزه کې ګډون دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د استانبول سرمشریزه به د روانې میلادي میاشتې پء ۲۳ او ۲۴ مه د ترکیې پلازمېنه استانبول کې تر سره شي.
فیصل وايي، په دې سرمشریزه کې به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سربېره د نړۍ د تقریباً ټولو هېوادونو د حکومتونو او دولتونو مشران ګډون کوي.
د اجرائیه ریاست ویاند زیاتوي، چې په دې کنفرانس کې به د کډوالو، پناه غوښتو، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې په اړه خبرې اترې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله تر دې سفر یوه اوونۍ وړاندې چین ته په رسمي سفر تللی و او ویل کېږي، چې ډک لاس راستون شوی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین