۰

اروزګان کې د افغان پوځ یو جګپوړی افسر وژل شوی

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۳
ځايي پولیس چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د افغان پوځ یو لوړ پوړی افسر د یو تن وسله وال له خوا په جومات کې په ډزو وژل شوی.
اروزګان کې د افغان پوځ یو جګپوړی افسر وژل شوی
ځايي پولیس چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د افغان پوځ یو لوړ پوړی افسر د یو تن وسله وال له خوا په جومات کې په ډزو وژل شوی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال د ننګرهار په مرکز ترینکوټ ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر څارمن ګل اغا رسنیو ته ویلي، چې د افغان پوځ وژل شوی افسر جګړن عزیز خان نومېږي او د ملي اردو د څلورمې پلې لوا د لومړي کنډک د اوپراسيون مدير دی.
د نوموړي په وینا جګړن عزیز خان د جمعې د لمانځه پر مهال د ښار سره جامع جومات کې د یوه تن وسله وال تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.
دی زیاتوي، چې بریدکوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی خو د پولیسو له خوا یې د نیولو پلټنه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه ورځ وړاندې په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړی لوا قوماندان هم د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی وو.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین