۰

ننګرهار کې یوه داعشي خپل ۱۱ ملګري وژلي

شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یوه سرګروپ خپل ۱۱ تنه وسله وال ملګري وژلي دي.
ننګرهار کې یوه داعشي خپل ۱۱ ملګري وژلي
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یوه سرګروپ خپل ۱۱ تنه وسله وال ملګري وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له مخې دغه پېښه وړمه شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، برید کوونکی داعشي زمین جان نومېږي او په ابوبکر پېژندل کېده.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه کس خپل ۱۱ ملګري وژلي او خپله له سیمې تښتېدلی، چې وروسته د وسله والو طالبانو له لوري په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم په ځینو نورو عربي هېوادونو کې داعش ډلې ورته کار کړی، چې خپل ملګري یې وژلي وي، خو په افغانستان کې دا لومړی ځل دی، چې یو سرګروپ داعشي خپل ملګري وژني.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین