۰

زابل کې ۸ تنه پولیس و وژل شول

پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۷
یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په زابل ولایت کې د طالبانو یوه نفوذي کس د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او خپل اته تنه پولیس ملګري یې وژلي.
زابل کې ۸ تنه پولیس و وژل شول
یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په زابل ولایت کې د طالبانو یوه نفوذي کس د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او خپل اته تنه پولیس ملګري یې وژلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام هم د برید پخلی کوي او وايي دغه پېښه نن سهار د مرکز کلات اړوند د ظفر خېلو په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې.
که څه هم نوموړی د مرګ ژوبلې تاييد کوي خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې، ولې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دې برید کې ۸ تنه پولیس وژل شوي.
دغه سرچینې دا هم ویلي، چې برید کوونکی له بریده وروسته له یوه رنجر موټر او دولس میله وسلو سره یو ځای له سیمې تښتېدلی دی.
وسله والو طالبانو هم د برید پخلی کړی او ویاند یې قاري یوسف احمدي ویلي چې د دوی دریو تنو نفوذي ملګرو پر پولیسو برید کړی، ۸ تنه یې وژلي او رنجر یې له وسلو سره له ځان سره وړی.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په جنوب کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین