۰

ننګرهار کې ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۴
د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال ۲۵ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال ۲۵ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ختیځ کې د افغان پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو زیاتوي، چې دغه نښته نن سهار درې بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې رامنځ ته شوې.
له دغه قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو په یاده سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې ملي اردو یې مرستې ته ورغله.
سرچینه زیاتوي، چې د وسله والو په برید کې کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې، خو افغان پوځیانو په ځوابیه برید کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې د پنځو تنو وسله والو جسدونه هم د جګړې په میدان پاتې دي او ولسي وګړو ته هم په جګړه کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیر په سیمه کې طالبانو د سیمه ییزه پولیسو پر پوسته برید کړی و چې د امنیتي چارواکو په خبره په جګړه کې ۹ وسله وال طالبان او یو سیمه ییز پولیس وژل شوي او دغه راز دوه سیمه ییز پولیس او ګڼ شمېر طالبان ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین