۰

مصر کې یوه مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې

پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۱
د مصر د هوايي چلند شرکت چارواکي وايي، یوه مسافر وړونکې MS۸۰۴ الوتکه له راداره وتلې او ورکه شوې.
مصر کې یوه مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې
د مصر د هوايي چلند شرکت چارواکي وايي، یوه مسافر وړونکې MS۸۰۴ الوتکه له راداره وتلې او ورکه شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد شرکت یوه چارواکي ویلي، له دغه الوتکې سره د قاهرې پر وخت ۲:۴۵ بجې اړیکه پرې شوې ده.
د دغه سرچینې په خبره په الوتکه کې ټولټال ۶۶ تنه سپاره و، چې درې تنه په کې ماشومان او درې امنیتي کسان وو.
د مصر هوايي چلند شرکت هم په خپله ټوېټر پاڼه د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې الوتکه له پاریس نه قاهرې ته په لاره وه، چې د رادار له پوښښ څخه وتلې.
د یاد شرکت یوه چاروکي زیاته کړې، چې له یوناني چارواکو سره د الوتکې د موندلو په تړاو د پلټنې عملیات پیل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د مصر هوايي چلند یوه الوکته قبرص ته تښتول شوې وه، چې ورووسته یې تښتوونکی ونیول شو او ټول مسافر خوشي شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین