۰

د سولې څلور اړخیزه غونډه د اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېده

پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۲
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډه کې به دا ځل طالبان هم ګډون کوي، خو په دې خبره کې بیا هم پاتې راغی او طالبانو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د سولې څلور اړخیزه غونډه د اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډه کې به دا ځل طالبان هم ګډون کوي، خو په دې خبره کې بیا هم پاتې راغی او طالبانو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو تر منځ د سولې په تړاو پنځمه څلور اړخیزه غونډه تېره ورځ په اسلام آباد کې تر سره شوه.
په دې غونده کې د سولې هڅو ته دې موقع په ورکولو موافقه شوې او ویل شوي، چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او د خبرو اترو لار باید ونیول شي.
د غونډې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره شوې چې په کې په کابل کې د تېرې میاشتې خونړۍ ډلیز ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندل شوی او عاملینو ته یې خبردارۍ ورکړی، چې د خپلو اعمالو ځواب ته د تیار و اوسي.
د څلور اړخیزې غونډې برخوالو هېوادونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې له خپل نفوذه په استفادې به د سولې د هدفونو لپاره فعال رول ولوبوي.
که څه هم پاکستان د دې غونډې تر جوړېدو وړاندې ویلي و، چې په دې غونډه کې به طالبان هم ګډون ولري، خو نه یوازې دا چې هغوی ګډون په کې نه دی کړی، بلکې له دغې غونډې په خپره شوې اعلامیه کې هم طالبانو ته په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې راتلونکې څلوراړخيزه ناسته به د ټولو غړیو هېوادونو په سلا راوبلل شي، خو نېټه یې نه ده معلومه کړې.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین