۰

کنړ کې وسله والو څلور ښوونځي سوځولي او الوزولي

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۵
د پوهنې سیمه ييز چارواکي وايي، وسله والو کسانو په کنړ ولایت کې درې ښوونځي سوځولي او یو یې هم په بمونو الوزولی دی.
کنړ کې وسله والو څلور ښوونځي سوځولي او الوزولي
د پوهنې سیمه ييز چارواکي وايي، وسله والو کسانو په کنړ ولایت کې درې ښوونځي سوځولي او یو یې هم په بمونو الوزولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د کنړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده، چې درې په کې د هلکانو او یو هم د نجونو ښوونځی دی.
د کنړ د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقار اخندزاده یلي، چې لومړی د پېچ درې په لېچلام سیمه کې د هلکانو یوه لېسه به بمونو الوزول شوې، چې یوه برخه یې نړېدلې ده.
دی زیاتوي، چې په همدې شپه د ودیګرام او قندهارو په سیمه کې درې منځني ښوونځي چې یو یې د نجونو او دوه د هلکانو و، د وسله والو له خوا سوځول شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه کار چا کړی، خو په وینا یې سیمې ته پلاوی لېږل شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د ښوونې پر وړاندې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې ستونزې مخ پر ډېرېدو دي.
تېره ورځ په خوست او نیمروز ولایتونو کې د دریو ښوونځیو شاوخوا ۲۴۰ نجونې مسمومې شوې وې.
جمهورآژانس:کنړ
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


مساپر
Sweden
ګرانو او قدرمنو هېوادوالو، د ښونځییوحمله غندو، او وایو چې دا جنایتکاران نور د اعتبار وړ نه دي ځکه چې دوی په مسجدونو، روغتونونو، ښوونځییو او نورو عامه ځایونو ګزارونه کوي. ټولو افغانانو ته دا وایم چې ويښ شئ چې طالبان او د دوی انډیوالان زمونږ په مقدس خاوره کې د علم او روښنایی پر ضد اور ته د لمن وهلو هڅې کوي.
پربازدیدترین