۰

خیبرپښتونخوا کې چاودنو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۹
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې په خیبرپښتونخوا کې دوه پرلپسې بمي چاودنو د ولسي وګړو په ګډون ۱۸ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.
خیبرپښتونخوا کې چاودنو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې په خیبرپښتونخوا کې دوه پرلپسې بمي چاودنو د ولسي وګړو په ګډون ۱۸ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن د خیبرپښتونخوا د پېښور په مترا سیمه کې رامنځ ته شوې دي.
د ځايي پولیسو یوه مشر کاشف ذوالفقار وايي، د پولیسو موټر له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې د سړک د غاړې ریموټ کنټرول ماین پرې چاودنه کړې.
نوموړی زیاتوي، چې له پېښې سره سم د ماین شنډولو ډله سیمې ته رسېدلې، چې ورسره سم دوهمه چاودنه هم رامنځ ته شوې.
که څه هم نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه بل پولیس چارواکي عبدالمجید مروت وايي، په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د شپږو ولسي وګړو په ګډون ۱۷ پولیس ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دې چاودنو کې څه باندې څلور کیلوګرامه چادېدونکي توکي کارول شوي او دغه راز ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې رسنۍ وايي، په ټپیانو کې یو تن خبریال هم شامل دی، خو پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین