۰

ننګرهار کې طالبانو او داعش تر منځ جګړه شوې

چهارشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۴
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې طالبانو او داعش تر منځ جګړه شوې
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نښته د اچین ولسوالۍ په کرکرۍ سیمه کې رامنځ ته شوې.
سرچینه وايي، د وسله والو مخالفینو په دې خپل منځي جګړه کې ۱۵ داعش او درې طالب وسله وال وژل شوي او دغه راز ۶ داعش او پنځه وسله وال ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په جګړه کې دوه داعش وسله وال هم د طالبانو له خوا ژوندي نیول شوي دي.
تر اوسه طالبانو او داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې د دریو قوماندانو په ګډون ۹ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په دې نښته کې یو سیمه ییز پولیس هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین